سيمه او نړۍ

گامبيا: اسلامي حجاب جبري شو

د گامبيا ولسمشر وروسته له هغه چې دغه هيواد يې اسلامي جمهوري اعلان کړ، د يوې تازه پرېکړې په ترڅ کې يې حجاب په سرول لازمي کړل.

په دې اړه نن د گامبيا ټولو وزارتونو او ادارو ته ليک استول شوی، په ليک کې ويل شوي: «د روان کال له پيله ښځينه کارکوونکې نور اجازه نه لري، چې له حجاب پرته کارځايونو ته حاضرې شي».

د گامبيا ولسمشر يحيی جامه ويلي، دولتي کارکوونکې له دې وروسته بايد له اسلامي حجاب سره کارځايونو ته راشي، نوموړي تېره مياشت د دغه هيواد دولت جمهوري اسلامي اعلان کړ. ولسمشر يحيی وويل، دا کار يې ځکه کړی، چې هيواد يې له تېر استعماري تاريخه واټن پيدا کړي.

دغه هيواد په لويديځه افريقا کې پروت دی او د نږدې یوولس لکو وگړو پنځه نوي سلنه يې مسلمانان دي. گامبيا په افريقا کې له موريتانيا وروسته دويم جمهوري اسلامي دولت دی.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button