خبرونهسلايډ

گارډین ورځپاڼه: له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنول خطرناک دی

 

په بریتانیا کې مېشت افغان کډوال جمیل دانش گارډین ورځپاڼې ته په خپلې لیکنې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه لیکلي چې دا به د درې ملیونه انسانانو راتلونکی وننگوي. دانش زیاتوي چې د مرگ له وېرې بریتانیا کې اوسېږي او د بریتانیا له حکومت څخه یې مننه کړې چې دانش او نورو افغان کډوالو ته یې د اوسېدو قانوني اجازه ورکړې.

د دانش په وینا درې ملیونه انسانان چې له ۱۹۷۸ کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي هر څه یې بدل شوي هلته یې ژوند په خوځښت کې دی او نه شي کولای چې په اسانۍ سره خپل ژوند افغانستان کې برابر کړي. دانش زیاتوي چې په پاکستان کې مېشت ډېری افغانانو ته اوس افغانستان یو بهرنی هېواد دی او نه شي کولای چې هلته په اسانه سره ژوند پر مخ بوزي.

پاکستان کې مېشت افغانانو د پاکستان د تعلیم په چوکاټ کې خپلې زده‌کړې تر سره کړي او اوس دوی ته ډېره ستونزمنه ده چې په افغانستان کې په پښتو او دري ژبو باندې خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي. ډېری افغانانو په پاکستان کې خپلوئ کړي او دا اوس د لسګونو کلونو معامله ده چې په کال او دوه کالو کې سره نه پرې کېږي.

ګارډین ورځپاڼې تېره اوونۍ د اروپايي اتحاديي ځینو پټو سندونو ته لاسرسی پیدا کړی وو چې له مخې یې افغان حکومت ته اخطار ورکړل شوی وو چې باید ۸۰۰۰۰ افغان کډوال چې اوسمهال په اروپا کې پاتې کېږي بېرته خپل هېواد کې یې ومني او که چېرې د اروپايي اتحاديې دغه غوښتنه ونه مني په راتلونکي اوونۍ کې به د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره مالي مرسته ونه کړي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button