خبرونهسلايډ

ګېټس: ټرامپ د مشرۍ وړ نه دی

د امريکا د دفاع پخوانی وزير، رابرټ کېټس وايي چې د امريکايي ټاکنو مخکښ نوماند، ډونالډ ټرامپ د امريکا د مشرۍ وړ نه دی او بايد د امريکا د پوځ سرقومندان نه شي.
ګېټس پرون، د شنبې په ورځ، په وال سټريټ ژورنال کې يوه مقاله خپره کړې ده. هغه په خپله مقاله کې پر جمهوري نوماند، ډونالډ ټرامپ، او د ديموکراتانو پر نوماندې، هېلري کلنټن سختې نيوکې کړي دي.
هغه په ځانګړې توګه پر ټرامپ توندې نيوکې کړې دي او د امريکا د مشرۍ له پاره يې مناسب نه دی بللی. ګېټس ليکي: «ګومان کوم چې اصلاح کول به ډېر ستونزمن وي؛ ځکه چې هغه ډېر ستر جاهل دی… دغه راز، هغه توند خويه دی او د زموږ د پوځ د نرو او ښځو د مشرۍ وړتيا نه لري».
د هېلري کلنټن په اړه ګېټس ويلي دي چې د عراق جګړې په اړه د هغې بدلېدونکی موقف د هغې د شخصيت په اړه مختلفې پوښتنې رامنځ ته کوي.
د يادونې وړ ده چې رابرټ ګېټس د امريکا له دوو ولسمشرانو، جورج بش او باراک اوباما، سره د دفاع وزارت پر دنده کار کړی دی. هغه تر دې وړاندې د سي آی اې مشر پاتې شوی دی او د امريکا د ملي امنيت په اړه له مهمو کسانو څخه شمېرل کېږي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button