افغانستان

ګيزاب: دولتي چورلکو وسله والو طالبانو ته مرمۍ غورځولي

چارواکي وایي، چې دولتي چورلکو په دې ګمان وسله والو طالبانو ته مرمۍ غورځولې دي، چې ګوندې امنيتي سرتېري دي. د روزګان د ګيزاب ولسوال حاجي خوشحال پژواک سره خبرو کې وويل: «دولتي چورلکو د اشتباه له مخې زرګونه فيره مرمۍ د امنيتي ځواکونو په ګمان وسله والو طالبانو ته غورځولې دي». نوموړی زياتوي، چې ګيزاب ته تللې ځمکنۍ لارې د طالبانو له لوري نيول شوې دي او امکان نه شته، چې سرتېري د ځمکې له لارې اکمال شي.

ولسوال څرګنده کړې ده، چې دولت د خوراکي توکو او وسلو دغه مرسته له څو مياشتو وروسته امنيتي سرتېرو ته لېږدوله، چې د پوليسو پر ځای يې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې وغورځوله.

د حاجي خوشحال په وينا د طالبانو لاس ته پنځه ويشت زره مرمۍ ورغلي، چې د کلاشنکوف او پيکا او نورو ټولو ډولونو درنو وسلو مرمۍ په کې دي.

د روزګان والي تر دې دمه د پېښې په اړه بې خبري ښيي. سيمه کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ بيا د ولسوال دغه ادعا ردوي او وايي، چې وسله پوليسو ته رسول شوې ده.

خو يوې بلې باوري سرچينې رسنيو ته وويل، چې چورلکو وسله د پوليسو په يوه کمپ کې وغورځوله، خو دا کمپ د پوليسو پر ځای د طالبانو په ولکه کې و، چې وسله هم دوی ونيوله. خو طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button