پاموړ

ګوګل الو Google Allo يو نوی مسينجر!

ګوګل دری ، څلور ورځې مخکې يو بل مسينجر دې ګوګل الو Google Allo په نامه پلې سټور ته وړاندې کړ، چې د پخواني مسينجر GoogleDuo چې يو ساده ويډيو مسينجر دی (چې تاسې يې په اړه زموږ له پاڼې خبر شوي یئ) اوس دليکنيزچټ او بېلابېلو سټيکرونو او کارتوني شکلونو او ليکلو دلېږلو لپاره د انډرايډ او ای او اېس موبايلونو لپاره وړاندې کړ، په دې مسينجر کې د صفحې پرمخ د لاس د ګوتې په وسيله ليکل او انځورونه هم اېستلی او ملګري ته لېږلی شئ، او يوه بله اسانتیا یې Google Assistant دی ، چې تر ډېره یې د Google Now کار ورکوي ، د مثال په توګه که @google پکې وليکئ نو تاسې ته به د ګوګل په ډول لټون پیل کړي او چې د هوا حالت ورته ليکئ د خپل ځای د هوا حالت به هم درته اتومات وښيي، او نور هر ډول پوښتنې چې ترې وکړې درته حل به یې کړي.
دا کاريال (اپليکېشن) تراوسه ډېر په کش کې روان دی او په دې څلور پنځو ورځو کې تر ۵ میليونه کسانو يوازې خپل انډرايډ موبايلونو ته ډاونلوډ کړی دی او اوس مهال د ګوګل پلې سټور د ډېر تېز ډاونلوډ کېدونکو کاريالونو(اپلېکشنونو) په سر کې ځای لري، نورې اسانتیاوې هم لري او چې ډاونلوډ مو کړ د موبايل نمبر موغواړي هغه ته کوډ درلېږي اوله دې سره تاسې د ګوګل الو غړي شوئ نورملګري هم ورته رادعوت کولای شئ او که ګوګل الو لري پېغامونه ،سټيکرونه اونور… ورلېږلی شئ.
دومره ډېرې اسانتیاوې او ښه والي لري چې په يوه کوچنۍ ليکنه کې نه خلاصه کېږي يوازې دا What can you do ورته وليکئ نو ټول هغه کارونه چې Google Assistant يې کولای شي درته ليسټ کوي.
د انډرايډ موبايلونو لپاره یې له ګوګل پلې سټور څخه د راډاونلوډ کولو لينک دادی:
https://play.google.com/store/apps/details…

د ايفون لپاره یې د راډاونلوډ کولو لينک دادی:
https://itunes.apple.com/…/google-allo-smart-…/id1096801294…

نوراحمد عایل

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button