افغانستانراپورونه

ګورباچوف: “په افغانستان کې د امریکایانو پاتې کیدل نړیوال امنیت ته خطر ده“

د روسیې پخوانی ولسمشر وایي‌ افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل نړیوال امنیت ته جدي خطر دی.
د شوروي د پخواني اتحاد وروستي ولسمشر ګورباچوف له سي ان ان امریايي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل نړیوال امنیت ته ستر ګواښ دی او باید دغه ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
ګورباچوف وایي، امریکایي ځواکونه باید په دې هېواد کې له شویو تجربو زده کړي چې هلته یې پاتې کېدل څومره په ګټه دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دوامداره حضور خطرناک دی او عواقب به یې د ټولو په زیان وی.

ورته مطالب

Back to top button