افغانستانراپورونه

ګلبدین حکمتیار له نوملیکنې او سټیکر پرته خپله رایه وکاروله

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې رایه ورکړه چې وړاندې یې نوم لیکنه نه وه کړې او پر تذکره یې د ټاکنو کمیسیون لخوا سټیکر نه و لګول شوی.

ښاغلي حکمتیار صندوق ته د رای پاڼې تر اچولو وروسته خبریالانو ته وویل، دده او د ده د کورنۍ یوه غړي هم پر خپلو تذکرو سټیکر نه دی لګولی. د هغه په باور هرڅوک چې د افغانستان تذکره لري باید په ټاکنو کې د رای ورکونې حق ولري. د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند همداراز ادعا وکړه چې اسټیکر د تقلب وسیله ده او هدف یې دا دی چې په ځینو سیمو کې خلک له رایې ورکونې محروم کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اعلان له مخې یوازې هغه کسان په ټاکنو کې د رأی ورکولو حق لري چې وړاندې یې خپل نومونه ثبت کړي او پر خپلو تذکرو یې سټیکرونه لګولي دي.

د ټاکنو کمیسیون څو میاشتې وړاندې په شرایطو د برابرو کسانو لپاره د نوم لیکنې تقویتي پروګرام پيل کړ او هغه کسان چې په بېلابېلو لایلو نه وو توانېدلي تېر کال د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال نوملیکنه وکړي، خپل نومونه ثبت کړي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان کې له ټاکنو وړاندې د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کېږي. د تېر کال د میزان ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنې هم په همدې معیار ترسره شوې.

د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې له مخې چا چې نوملیکنه نه وي کړې که څه هم په شرایطو برابر وي، د رأی ورکونې له حق څخه محرومېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button