خبرونهسيمه او نړۍ

کین لیوستنګ: برتانوي عسکر نور د جګړی توان نه لري

کین لیوستنګ چې په برتانیې کې د کارګر ګوند مشر دی په افغانستان او عراق کې يې د خپلو ځواکونو له جګړو ستړیا ښکاره کړه. ده وویل: «د عراق او افغانستان له جګړو وروسته برتانوي ځواکونه نور د جګړې حوصله نه لري». لیوستنګ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د برتانيې لومړی وزیر،ډیویډ کیمرون غواړي په سوریه کې د بشار اسد د مخالفینو پر ضد د فرانسې تر څنګ په هوایي بمبار کې برخه واخلي.

کین لیوستنګ زیاته کړه: «یوازې بمبار دښمن له منځه نه وړي. د بمبار تر څنګ باید پوځي جګړه هم تر سره شي؛ خو زموږ عسکر د عراق او افغانستان له جګړو وروسته نور د جګړې ځواک نه لري.»

ده همدا راز وویل: «چینایان کافي پوځ لري دوی کولای شی چې د داعش او نورو ډلو پر ضد سوریه کې جګړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې کیمرون د لیوستنګ څرګندونې په کلکه ردوي او د برتانیې پر پوځ «پوخ باور» لری هغه وویل: «د برتانیې پوځ لوړه حوصله لري. دا د لیوستنګ کمزوري ده چې هغوی نه شي درک کولای».

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button