سيمه او نړۍ

کوټه: د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد کې له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نامعلومو وسله والو تېره شپه د پاکستان کوټه ښار کې د پوليسو پر يوه روزنيز مرکز بريد کړی، چې له امله درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.

اسوشيټډ پرس خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې بريد کې لږ تر لږه اته څلوېښت تنه وژل شوي او له سلو ډېر نور ټپيان دي. خو پاکستاني رسنيو د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بگټي له خولې لیکلي، چې بريد کې شل پوليس سرتېري وژل شوي او پينځه شپېته نور ټپيان دي.

رويټرز خبري اژانس د شپې يوه بجه د بريد ځای کې د درنو چاردنو خبر هم ورکړی دی.

د سيمې دولتي چارواکي ويلي، چې د پوځ کوماندو ځواکونو دغه مرکز محاصره کړی او له بريدگرو سره يې جگړه پيل کړې ده.
هغوی زياتوي، چې په دې مرکز کې شاوخوا دوه نيم سوه پوليس وو، چې ډېری يې ژغورل شوي دي.

د بريد پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button