سلايډسيمه او نړۍ

کويت هم ايران سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو اعلان وکړ

منځني ختيځ کې د سعودي عربستان يو بل مهم ايتلافي هېواد کويت هم ايران سره د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو اعلان وکړ او له ايرانه يې خپل ډيپلوماتان راوغوښتل.
وړمه ورځ سعودي عربستان شيعه عالم نمر النمر د بغاوت او تاوتريخوالي په تور اعدام کړ، چې له امله يې ايران کې د سعودي پر ضد پراخې مظاهرې وشوې. مظاهره‌چيانو تهران کې د سعودي سفارت او مشهد کې د سعودي قونسلگرۍ ته اور ورته کړ.
له دغې پېښې وروسته سعودي عربستان ايران سره د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو اعلان وکړ او د خپل هېواد اتباعو ته يې وويل، چې ايران ته ولاړ نه شي.
په عين حال رويټرز خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله وايي، چې ايرانيان کولای شي مکې مکرمې او مدينې منورې ته سفر وکړي.
له سعودي عربستان وروسته بحرين او سوډان هم ايران سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ختمولو اعلان وکړ او نن د سعودي بل ايتلافي هېواد کويت هم له ايرانه خپل ډيپلوماتان راوغوښتل او ايران سره يې هر ډول سفارتي اړيکې پرې کړې.
د ايران بهرنيو چارو وزارت پر سعودي تور لګولی، چې د مظاهره‌چيانو له لوري د سعودي سفارت سوځول د اړيکو د پرې کولو لپاره بهانه لټوي.
په عين حال کې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف له دواړو هېوادو غوښتي، چې د تاوتريخوالي کمولو په موخه د ماسکو په کوربه توب مخامخ ناسته وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button