افغانستانسلايډ

کونړ: د هاوان يوې ناچاودې سرگلولې د۴ماشومانو ژوند واخيست

د افغانستان په ختېځ کې يوځايي چارواکي رسنيو ته ويلې چې دکونړ ولايت  داسمارو ولسوالي په شنګرسيمه کې د هاوان د يوې ناچاودې سرگلولې له امله پنځه تنه ماشومان وژل شوي دي، خبر زياتوي چې دغه ۴ تنه ماشومان چې د دوو کورنيو وو ، درې يې سره وروڼه اوڅلورم يې دعمه زوي و، په خپل پټي کې پرکار بوخت وو، چې دغه ناچاودې سرگلوله ورباندي وچاوده، او له امله يې ۴ واړه ووژل شول، دکنړ ولايت د امنيه قومنداني وياند فريد دهقان ویلي چې دغه سرگلوله د پخوانيو جگړو له وخته پاتې وه.

افغانستان يو له هغو هيوادونو دي چې د دريو لسیزو جگړو له امله پکې زیاته اندازه ناچاودلي ماينونه اوسرگلولې شتون لري، د ماين پاکي نړيوالو ادارو بار بار خلگوته خبرداري ورکړي ، چې هغه ځايونوته دي نه نږدې کيږي، چيري چې دمنفجره توکو دشتون له امله د ماین پاکولو ادارو نښې لگولې دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button