د پرون کیسه

کوشیر / صفیه حلیم

سوچا (چیني) لوښی به مات شو نو ښځو به سمبال ساتلی و. په کوڅه کې به یو سړي کله نا کله “کوشیر” ناره کړه نو ښځو به کار پریښود او د کور له یو ګوټ نه به يې مات چینک- پیاله –کاسه یا غورۍ را وویستل. په ماشومانو کې به نر هغه و، چې دغه مات لوښي هغه سړي په دګړ وړل. په درنګ کې به سړي یو ځای خپله بوجۍ له اوږې کیښوده او ځای په ځای به يې هټۍ جوړه شوه. په زمکه کې به يې اړولي تبر ته ورته د اوسپنې یوه آله خښه کړه. بل خوا ته به يې خاوره وکیندله، په وړې کندې کې څو سکاره کیښودل او په یو چخچي به يې اور بل کړو. د سلورو یو خانک به يې نزدې کور ته د اوبو لپاره ورواستاو. د ټولو نه لومری راتلونکي ماشوم نه مات لوښی به يې واخیستو، دا به يې ښکته پورته وکتلو. بیا به يې په زوره وویل چې ” دوه آنې” به کېږي. د کور په دروازه ولاړ میرمنې به چیغه کړه، ” دومره ګران؟ خو یوه ټانکه لګول دي.” سړي به سر وخوځاو، ” یوه نا ۳ ټانکې به لګي.” ښځې به ځان سره څه وویل او بیا به څوک سپین سری له کوره د خپل مات چاینک یا غورۍ سره راغله او مخامخ به ورته کیناسته. تر دغه وخت ماشومان د ده سېل لپاره چاپېره راټول وو.
زه به هم دغه ډله کې ولاړه وم او هغه سری به راته د “الا دین” د کیسې جادوګر ښکاریدو چې په چل ول يې د نوي چراغ په بدل کې ترې جادویی چراغ وړې و. خو دغه سړی سره به نوي چراغونه نه وو او نه د چا په کور کې د اوسپنې یا د مسو چراغ موندل کیدو. په کلي کې یا د خاورې ډیوه او یا لالټین کاریدو. کوشیرګر به د مات لوښي ټوټې په اوبو کې ماشوړه او په ریچه به يې وچ کړو. یو وړوکی لینده کې به غشي په شان ګول لرګی او د هغې په سر به د اوسپنې پېچ لګیدلې و. دغه به يې په تاولو، دواړو ماتو ټوټو کې واړه سوري جوړ کړل. بیا د ټین یو ډبلي نه به يې سپین سلیخ په دواړو ماتو ټوټو ووهلو. دا به يې یو بل سره ونښلول او یو خوا ته به يې کیښوده. تر څو هغه وچیدو، ده به بل لوښی ووینځلو او هم هغه چل به يې ورسره وکړو. د کمیس جیب نه به يې وړې طلایی رنګ پترې راوویستلې چې سرونه به يې تاو وو. دا به يې په هغو وړو سوریو کې برابر کړل چې لږ سپین سلیخ به يې پکې ایښی وو او په یو نازک سټک به يې ورو ورو وټکول.
په دغه ټول وخت کې به هغې سپین سرې ښځې ورسره خبرې کولې. کوشیر شوی لوښی به ماشوم کور ته یوړو او بیا یو آنیز یا دوآنیز د سړي په لاس به يې کیښودل. که چاینک څڅیدو، په بیخ به يې کله نا کله لویه د ټین پتره وخیژوله چې د پېسې به يې زیاتې وې. تر غرمې به هغه د ټولو مات لوښي کوشیر کړي وو. د چا له کوره به ورته ډوډۍ او اوبه راوړل شو او د ماشومانو تماشه به ختمه شوه.
زړه مرغلره ده چی مات شی
بیا د لباس په خندا ناخلی کوشیرونه

د لیکوالې له بلاګ څخه به مننې

ورته مطالب

Back to top button