پاموړ

که واده کوې، دا پوښتنې ځواب کړه

ژباړه: نیلاب شینواري
د ځوانانو له یوي ډلې سره ناست وم، عمرونه یي د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ و، ځیني مجرد او ځیني نور یې متاهل وو. په دې ډله کې څلورو تنو خپلې ښځې د واده په لومړي کال طلاقې کړې وې. له هغې وروسته یي نور ودونه کړي وو. د هغوی د ژر طلاق په اړه مې له دوی څخه پوښتنې وکړې. د دوی ځواب دا و چې موږ د گډ ژوند په رازونو نه پوهیدو. لومړي واده مو ډیرې تجربې راکړې او له هغو تجربو مو زده کړل او په دې پوه شو چې څه ډول له یوي ښځي سره ژوند وکړو. د دوی ټولو گډه ستونزه دا وه چې دوی د واده لپاره اماده نه و، چې دا مو د ماتې لامل و. ما لاندې پوښتنې له دوی سره مطرح کړې. هغه ډله ځوانان چې غواړي واده وکړي باید دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي:
1. له واده هدف څه دی؟
2. د واده د ورځي لپاره باید څه وکړو چې له کومې ستونزې سره مخ نه شو؟
3. د واده په لومړۍ شپه باید کوم کارونه تر سره شي؟
4. د گډ ژوند حقوق او واجبات څه دي، د گډ ژوند لپاره باید کوم قوانین ولرو؟
5. د کورنیو شخړو او ستونزو د حل لپاره کومې طریقې وکاروو؟
6. د نر او ښځې تر منځ څه توپير دی؟ دواړه کوم ليد لوري لري؟
7. ایا د گډ ژوند ټولې ورځې خوږې وي؟
8. کوم څیزونه باید خاوند په میاشتني ډول خپلې مېرمنې ته برابر کړي؟
9. خپل خپلوان باید کله د میړه او ښځي تر منځ مداخله وکړي؟
10. که یو طرف لږ تنده لهجه او ناوړه اخلاق ولري نو مقابل لوری باید څه وکړي؟
11. ایا خاوند کولای شي چې د خپلې میرمنې په مالي مسئلو کې دخالت ولري؟
12. د جنسي اړیکو شریعي اصول څه دي؟
13. خاوند او مېرمن یې څه ډول د خپل راتلونکي لپاره پلان گوزاري وکړي؟
14. د اولاد د پیدا کیدلو لپاره تر ټولو مهم وخت کله دی؟
15. که چيري د خاوند او مېرمن تر منځ خپل خپلوان دخالت کوي نو دوی باید څه ډول معامله له دوی سره وکړي؟
16. څوک تاسو ته ډیر ډاډ در کولای شي؟
17. کورني رازونه څه ډول وساتل شي؟
18. خاوند او مېرمن یې باید خپلو ملگرو ته څومره وخت ورکړي؟
19. خاوند د خپلې میرمني او مېرمن د خپل خاوند کوم ښه یاد کړي؟
20. څه ډول دواړه خواوې یو پر بل اعتماد وکړي؟
21. د شخړې په وخت کې درېیمگړی باید څوک وي چې دوی ورته مخه کړي؟
22. څنگه یو بل سره په کامیاب ډول خبرې اترې وکړي؟
23. یو له بل نه بیلوالی یا طلاق لپاره کوم وخت مناسب دی؟
24. دوړه لوري څنگه خپل خپلوان خوښ ساتلی شي؟
25. دواړه خواوې خپل کلتوري اختلاف څنگه حلولای شي؟
26. خپلې غلطۍ څنگه پټ ساتلی شي؟

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button