افغانستان

کنړ کې ترافيکي پېښه کې ۱۶ تنه مړه او ژوبل دي

د کنړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ اړوند په يوه غرنۍ سيمه کې ترافيکي پېښه کې ۱۶ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د کنړ امنيتي چارواکو د پېښې پخلی کړی، امنيه قومندان عبد الحسيب سيد خېل ویلي، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سپرلۍ يو موټر له سړکه لاندې وغورځېد.

هغه وايي، موټر په غرنۍ سيمه کې روان و، چې له سړکه کښېوت او لاندې ورغړېد. سيد خېل د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې پامي بللې ده.

د نوموړي په وينا په دې پېښه کې اته تنه وژل شوي دي او اته نور هم ټپيان دي، چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

د پېښې د وژل شويو او ټپيانو په اړه نور معلومات نه دي په ډاگه شوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button