افغانستانسلايډ

کندوز: طالبانو نيولي ديارلس تنه سرتېري خوشې کړل

وسله والو طالبانو هغه ديارلس تنه سرتېري خوشې کړي دي چې د خان اباد ولسوالۍ جگړه کې يې ژوندي نيولي وو.

د کندز چارواکي د طالبانو له لوري د دغو سرتېرو د خوشې کولو پخلی کړی دی. د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر قوماندانۍ وياند وايي: «طالبانو دغه پوليس وړمه ورځ مازديگر مهال د سپينږيرو او مخورو په منځگړتوب راخوشې کړل».

د يادې قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري زياته کړه، چې دا پوليس د تېرې جمعې په ورځ د خان اباد ولسوالۍ د لويې لارې د يوې امنيتي پوستې د کلابندۍ پر مهال طالبانو ته تسليم شول، چې ديارلس تنه يې اوس طالبانو بېرته خوشې کړل او يو تن لا هم له هغوی سره دی.

طالبان په دې وروستيو کې له دې لارې ډېر کار اخلي، چې د پوليسو کوم مرکز يا پوستې د اوږدو ورځو لپاره کلابند کړي، چې هغوی د وسلو او مهماتو د ختمېدو يا هم جگړه کې د وژل کېدو له وېرې طالبانو ته تسليمېږي، وروسته ډېری وختونه دغه پوليس روغ رمټ خوشې کېږي. له دغو خوشې شويو پوليسو ځينو رسنيو ته ویلي، چې طالبان د خوشې کېدو بدل کې له دوی ژمنه اخلي چې بيا به دندې ته نه ورگرځي.
دغو پېښو ته په کتو ځينې خلک نيوکه کوي چې دولت د جگړې پر مهال د امنيتي ځواکونو پر وړاندې بې غوري کوي او هغه څه نه ور رسوي چې د هغوی اړتيا ورته وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button