افغانستان

سپين بولدک: د چټک غبرګون پر قطعې ډله‌ييز بريد شوی

وسله والو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د چټک غبرګون قطعې پر قومندانۍ ډله ييز بريد کړی.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنيو سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی دی، خو نوموړي ويلي، چې بريد د سرحدي ځواکونو پر يوه مرکز شوی دی. خپلواک زياته کړې ده، دا بريد نن ماسپخين خوا وشا يوه نيمه بجه صفري نقطې ته څېرمه دوستۍ دروازې سره شوی دی.

د خپلواک په وينا يوه ډله وسله وال چې کره شمېر يې معلوم نه دی، د سرحدي ځواکونو يوې ودانۍ ته ننوتي او امنيتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، دغه بريد د چټک غبرگون قطعې پر قومندانۍ شوی دی.

د پېښې د تلفاتو په اړه تر دې دمه کره معلومات نه شته.

وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده او زياته کړې يې ده، چې اوو تنو ملگرو يې د سپين بولدک د سرداري نومي کنډک پر ودانۍ بريد کړی، د کنډک ساتونکي يې د بې غږه تومانچو پر مټ وژلي دي او دننه په ننوتو بريالي شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، لومړی درنې چاودنې وشوې او وروسته ډزې پيل شوې دي، چې شايد ډله ييز بريد به وي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button