افغانستان

کندهار: داخلي بريد کې څلور پوليس وژل شوي

کندهار کې نفوذي پوليسو په يوه امنيتي پوسته کې پر خپلو ملگرو ډزې کړې دي او څلور تنه يې وژلي دي. پېښه وړمه شپه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په سلامي غره سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پېښې پخلی کړی دی، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، بريد کې څلور پوليس وژل شوي، چې يو د پوستې قومندان و. سرچينې د قومندان نوم شهباز ښودلی دی.

بريدگرو له بريد وروسته د وژل شويو پوليسو وسله او مهمات له ځان سره وړي دي او له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده او زياته کړې يې ده، چې درې تنو نفوذي پوليسو خپل قومندان او درې نور ملگري وژلي او له وسلو او مهماتو سره دوی ته ورغلي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button