افغانستانپاموړراپورونه

کندز کې پوډریانو ناقانونه کیندنو کې لرغونې مجسمه موندلې

د کندز ولايت پوليسو يو مجسمه چې د معتادینو په وسيله کشف شوې وه، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رياست ته سپارلې ده.

د اسپوتنیک د خبر له مخې، هجرت الله اکبري د کندز ولايت د پوليسو وياند وويل، چې دا مجسمه د چهارشنبې په ورځ د فقير محمد جوزجاني له خوا د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شوه.

نوموړي وويل:

“دا مجسمه د ناقانوني کيندنو په ترڅ کې، چې د معتادينو لخوا کېدل، پيدا شوې او ځينو غوښتل، چې په قاچاقي ډول يې له ځان سره يوسي.”

د هجرت الله په خبره چې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د عملياتو په مهال دا مجسمه ليدلې او ضبط کړې يې ده.

د کندز ولايت د پوليسو وياند وويل، چې دا مجسمه تقريبا روغه پاتې، د مجسمې په شا حکاکي د دې ښکارندوي کوي چې تاریخي مخینه لري.

دا مجسمه چې يو سپينږیرى سړى او امسا يې په لاس ده، ښکاروي.

د دغه مجسمې په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

ورته مطالب

Back to top button