افغانستانسلايډ

کندز: قلعه زال کې درنه جگړه روانه ده

د کندز چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو نن سهار وختي د قلعه زال ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ بريد کړی دی. سيمې نه عيني شاهدان وايي، چې جگړه اوس هم ښه زور کې روانه ده او دواړو لوريو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعيدي رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو بريد سهار څلور بجې پيل شو او تر دې دمه دوام لري. نوموړی زياتوي، چې جگړه کې تر اوسه درې وسله وال مخالفين او يو سيمه‌ييز پوليس وژل شوي دي. د هغه په وينا اوسمهال د دواړو لوريو تر منځ درنه نښته روانه ده.

د سيمه‌ييزو پوليسو يوه قوماندان محمد نبي رسنيو ته څرگنده کړې، چې طالبانو تر دې دمه د آق تپه بازار نيمايي برخه نيولې ده او لا هم درنه جگړه روانه ده. هغه پر حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره تازه دمي ځواکونه سيمې ته ور ولېږي.

طالبانو د جگړې د پيل په اړه خبر ورکړی، خو نور جزيات يې تر دې دمه نه دي څرگند کړي.

د کندز بېلا بېلو ولسواليو کې په داسې حال کې د طالبانو بريدونو زور اخيستی، چې څو ورځې وړاندې د دې ولايت اوسېدونکو د ولايت د سقوط خبرداری ورکړی و. خو ځايي امنيتي چارواکي وايي، طالبان هلته ځپل شوي او د کندز د نيولو توان نه لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button