افغانستانسلايډ

کندز: دوه سرتېرو خپل دولس ملگري وژلي

کندز ښار ته څېرمه زاخېل اخندان سيمه کې د يوې پوستې دوو تنو سرتېرو د ملي اردو دولس تنه سرتېري وژلي دي. دغه پوسته ياده سيمه کې ښار ته د طالبانو د ننوتو د مخنيوي په موخه رامنځته شوې وه.

کندوز کې د سپين زر زون د پوليسو قوماندان شير عزيز کامه وال وايي، دې پوسته کې څوارلس تنه سرتېري د امنيت د تامين په موخه ځای پر ځای شوي وو، چې دغه پېښه په کې رامنځته شوه.

بريد کوونکي سرتېري چې يو د تخار او بل د جوزجان اوسېدونکي وو، له بريد وروسته له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

کندوز کې د پلې لوا وياند رسنيو ته ويلي، چې پلټونکی پلاوی د پېښې ځای ته تللی او له پلټنو وروسته به جزيات رسنيو ته په ډاگه کړي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د پوستې د قوماندان په گډون د ديارلسو سرتېرو په وژلو دغه پوسته د دوی لاس ته لوېدلې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button