افغانستانخبرونهسلايډ

کمبل: افغانستان کې جگړه نورو بهرنیو پوځیانو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي مشر جنرال جان کمبل تېره ورځ له یوې امریکایي ورځپاڼې «یو اس ټوډې» سره په مرکه کې وویل: «زه له اوباما څخه غوښتنه کوم چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې تر هغې پریږدي چې د طالبانو یرغلیز ځواک له منځه ولاړشي».

کمبل همداراز وویل چې شاید د شته ځواکونو تر څنگ نورو بهرنیو ځواکونو ته هم اړتیا پیدا شي، ځکه چې د ۲۰۱۵ کال له نیمایي وروسته د طالبانو او ملي اردو سرتېرو تر منځ په وروستیو جگړو کې د ملي اردو سرتېرو ته له اټکل زیات تلفات واوښتل.

د اوباما د پخواني پلان له مخي تمه وه چې له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰ امریکایي سرتېري پاتې شي؛ خو د ۲۰۱۵ په اکتوبر کې له بیاکتنې وروسته اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ۹۸۰۰ سرتېري پاتي کیږي او له ۲۰۱۷ کال وروسته به دغه شمېره ۵۵۰۰ ته راکښته شي. جنرال کمبل د دې مهالویش په اړه وویل: «زه د امریکا له مشرانو څخه غوښتنه کوم چې خپل سرتېري تر هغي افغانستان کې پریږدي چې زه یې غوښتنه کوم».

له یو کال راهيسې د افغانستان امنیت له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته انتفال شو. بهرنیو سرتېرو په دغه موده کې یوازې د روزنې، تجهیز او سلامشورې دندې پرمخ وړې. په تېر یوه کال کې د طالبانو له لورې هم جگړه غښتلي شوه. دوی د لومړي وار لپاره د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت ته سقوط ورکړ.

جنرال کمبل زیاته کړه چې دی به ډیر ژر واشنگټن ته سفر وکړي او هلته به له امریکایي نظامیانو سره خپلې خبرې شریکې کړي. ده له باراک اوباما څخه مننه وکړه چې د ده هره خبره یې منلې ده او هیله لري چې د ده دا وروستی پلان هم ومني. ده وویل چې دا د حالاتو غوښتنه ده چې زه له امریکایانو څخه غوښتنه کوم چې گڼ شمیر سرتېري افغانستان کې پریږدي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button