افغانستانسلايډ

کليفلنډ: اتو مياشتو کې د افغان پوځ له پنځو زرو ډېر مامورين وژل شوي

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو وياند چارلس کليفلنډ څرګندوي چې تېرو اتو مياشتو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړو کې د افغانستان د ملي اردو له پنځو زرو ډېر مامورين وژل شوي دي.

دوه مياشتې مخکې هم افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه راپور څرګنده کړې وه، چې افغان پوځ د روان کال لومړيو مياشتو کې درانه تلفات ليدلي، چې له پنځو زرو ډېر سرتېري وژل شوي او پاتې نور ټپيان دي، له هغه وخت راوروسته د هېواد بېلا بېلو ولايتونو کې جګړو زور اخيستي او يو ستر شمېر عسکر او پوليس په کې وژل شوي او ټپيان دي.

ياد لوړ رتبه امريکايي چارواکی وایي، چې د افغانستان له پوځي چارواکو سره د امنيتي ځواکونو د تلفاتو پر کمولو غږېږي. نوموړی زیاتوي چې په همدې موده کې له پنځلس زرو ډېر امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال امریکايي چارواکو د کال په لومړيو کې ادعا کوله چې د امنيتي ځواکونو د تعرضي حالت له امله د وسله والو مخالفينو تلفات ډېر شوي او د امنيتي ځواکونو کم شوي دي.

څه موده مخکې افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن راتلونکي وخت کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تلفاتو له ډېرېدو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د افغانستان په نږدې ټولو ولايتونو کې جګړه روانه ده او په ځينو ولايتونو کې ان د مرکزونو د سقوط وېره شته.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button