پاموړ

کرکټ: عمان یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې مات شو

د کرکټ ملي لوبډلې په پرلپسې دوه شل اوریزه لوبو کې د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه د عمان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۶۰ او شفیق الله شفق ۳۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۸ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله. د افغان توپ اچونکو له یامین احمدزي ۳، روښان بارکزي ۲ او سید شیرزاد هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

پرون هم په ورته سیالۍ کې افغانستان عمان ته ماتې ورکړه او تر هغه وړاندې يې له هانګ کانګ څخه ماتې وخوړله. افغانستان اوس مهال په ۲۰ اوریزو لوبو کې نهم مقام لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button