پاموړ

کرکټ: افغانستان د هانګ کانګ پر وړاندې مات شو

د کرکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ پر وړاندې په ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې وخوړله.

دغه لوبه چې د عربي اماراتو په ابو ظبهۍ کې ترسره شوله، هانګ کانګ په څلور ویکوټو وګټله.

نننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري، اصغر ستانکزي ۵۱، سمیع الله شینواري ۳۴ او شفیق الله ۳۰ ښې منډې جوړې کړې.

که څه هم هانګ کانګ ته ښه هدف ورکړل شوی و، خو دغه لوبډلې په پیل کې ورو او وروسته چټکې منډې جوړې کړې.

افتاب عالم په یوه اور کې ۱۹ منډې ورکړې چې له کبله یې په نورو لوبغاړو فشار ډير زیات شو. د هانګ له لوري تنویر افضل ۴۲، بابر حیات ۳۵ او نزاکت خان ۲۶ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچوونکو کې کریم صادق، افتاب عالم او نسیم بریڅ ۲ -۲ ویکټې واخېستلې.

هانګ کانګ څو میاشتې مخکې هم د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ماتې ورکړې وه؛ هلته يې هم د ۱۶۱منډو هدف پوره کړی و. د هانګ په لوبډله کې ډيری لوبغاړي پاکستانيان او هندیان دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button