افغانستانسلايډ

کرزی: ولسمشر غني د ملکي مرگ ژوبلې په اړه غږ نه پورته کوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې ولسمشر غني هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او جگړو کې د ډېرېدونکې ملکي مرگ ژوبلې په اړه چوپ دی او په دې اړه يې کافي غږ نه دی پورته کړی. نوموړي دا څرگندونې له لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې سره مرکه کې کړې دي.

ښاغلي کرزي زياته کړې ده، چې د بهرنيو ځواکونو بريدونو او جگړه کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې خبرونه پټېږي او ان د قرباني خلکو هويتونه نه په ډاگه کېږي.

هغه وايي: «څو ځل مې ولسمشر غني وهڅاوه، چې په دې اړه غږ پورته کړي، هيله ده دا کار وشي، ځکه چې د دې پېښو قربانيان افغانان دي او موږ يې په وړاندې مسووليت لرو».

وروستيو نړيوالو راپورونو هم وښوده، چې افغانستان کې د امريکا ډرون بريدونو کې تر ټولو ډېره مرگ ژوبله ولسي وگړو ته اوښتې ده. دا په داسې حال کې ده، چې امريکایي حکومت په دې وروستيو کې په دغو بريدونو کې د خپلو پوځيانو صلاحيتونه نور هم پراخ کړل او يو وار بيا هوايي بريدونو زور واخيست.

وړمه ورځ امريکا کې گڼو حقوقي بنسټونو او سياستوالو نړۍ کې د امريکا د ډرون بريدونو په هکله نيوکې وکړې او امريکا يې دې کار کې له قانونه په سرغړونه تورنه کړه. هغوی د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه د سپينې ماڼۍ هغه راپور په کلکه رد کړ، چې گوندې له ۲۰۰۹ز راهيسې په ډرون بریدونو کې يوازې ۱۱۶ تنه ولسي وگړي وژل شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button