افغانستان

کرزی: د ترهگرۍ ضد مبارزې ترهگري نوره هم ډېره کړه

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ترهگرۍ سره پر روانې مبارزې د سختو نيوکو په کولو څرگنده کړې ده، چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې سيمه کې د ترهگرۍ د له منځه وړو پر ځای دا پديده نوره هم ډېره کړې ده. ښاغلي کرزي دا خبرې وړمه ورځ د المان د ايزرلون ښار په يوه پوهنتون کې وکړې.

د پخواني ولسمشر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې هغه د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې له دې ډول سره سخت مخالف دی او دا مبارزه د گټې پر ځای په زيان بولي.

د سرچينې په وينا کرزي د ايې اېس ام په نامه پوهنتون کې د بحث پر مهال طالبانو سره د سولې، ترهگرۍ سره د مبارزې، د ترهگرو د مرکزونو د له منځه وړو او افغانستان کې د ډموکراسۍ په اړه وغږېد، هغه خپلو خبرو کې وويل: «زه له ترهگرۍ سره د روانې ناسمې جگړې مخالف يم او دې مخالفت ته به دوام ورکوم».

نوموړي پر امريکا او د امريکا پر ايتلافي هېوادونو نيوکه وکړه، چې د ترهگرو د ځالو د له منځه وړو پر ځای چې له افغانستانه بهر دي، افغانستان کې جگړه کوي او اصل مرکزونو ته هيڅ پاملرنه نه کوي. کرزي په ډاگه نه کړه، چې دا ځالې له هېواده بهر کوم ځای کې دي، خو پخوا يې ډېر ځله خپلو خبرو کې گاونډي هېواد پاکستان ته اشاره کړې ده.

ښاغلي کرزي د ترهگرۍ پر ضد روانه مبارزه د افراطيت د ډېروالي سبب وباله او ټينگار يې وکړ چې امريکا بايد دا مبارزه د سيمې له سترو قدرتونو لکه ايران، چين او روسيې سره په گډه پر مخ يوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې کرزي د خپل حکومت پر مهال د امريکا جگړه ناسمه نه بلله، خو د حکومت وروستيو کلونو کې يې وسله والو طالبانو سره د سولې پر خبرو ټينگار کاوه، چې د ډېری د نظر خاوندانو په وينا دغه هڅې يې هم يوازې نمايشي وې او همدا لامل دی، چې د سولې خبرو کې تر دې دمه لږ پرمختگ هم ونه شو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button