افغانستانسلايډ

کرزی: د امريکايي بمباريو دوام افغانان له سولې لرې کړل

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا هېواد کې د امريکایي ځواکونو ړندې بمبارۍ غندلې دي او هغه يې د نه بښلو جنايتونه بللي دي.

کرزي له امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ سره مرکه کې ويلي، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو بريدونه ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي، چې له امله يې د افغان حکومت او بهرنيانو پر ضد د ولس کرکه راپارېدلې ده.

کرزي زياته کړې ده: «امريکا بيا بيا داسې بريدونه کړي، چې لسگونو ولسي وگړو ته يې په کې مرگ ژوبله اړولې ده، چې مېرمنې او کوچنيان هم په کې وژل شوي دي».

هغه وويل: «پنځلس کاله وشول، چې امريکا د افغانانو کلي او ښارونه بمباروي، خو دوی دې يو داسې بريد راوښيي، چې موږ يې له جگړې لري کړي يو او سولې ته يې نږدې کړي يو».
د هغه په وينا د امريکايي بريدونو په دوام افغانان له سولې لرې شول، حساسيتونه راوپارېدل او جگړه له پخوا ډېره په زور کې شوه».

کرزي په دې مرکه کې يو ځل بيا ياده کړې، چې امريکا ته يې په ځلونو وويل، چې د ترهگرو مرکزونه د افغانستان له خاورې د باندې دي او امريکا دې دلته دا تپل شوې جگړه نه اوږدوي، خو امريکا دا جگړه اوږدول غواړي.

هغه په پای کې ويلي، افغانان به تر ډېره د امريکا د دا ډول بریدونو له کبله په زړه کې ترې کرکه ولري.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button