افغانستانراپورونه

کرزی: افغانستان خپلواک نه ده، که خپلواک وای نو د ټاکنو نتیجه به اعلان کړی وه

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په تازه خبرو کې ویلي، چې افغانستان خپلواک نه ده که چیری خپلواک واي نو د ټاکنو نتیجه به په دوهمه ورځ اعلان کړی وه، کرزي یو خبرې غونډې ته خبرې کولي هغه زیاته کړه چې تر اوسه د ټاکنو نتیجه نه ده اعلان شوي نو دا ښه دلیل ده چې موږ خپلواک نه یو.

پخوانی ولسمشر کرزی په داسې حال کې دا څرګندونی کوي چې وړمه ورځ ولسمشر غني له کرزي غوښتي وه چې د چین په بین الافغاني ناسته کې به ګډون نه کوی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي همداراز ويلي سوله تر هر څه مهمه ده او په دې برخه کې خنډونه نه ايجادیږي.هغه له امريکا هم وغوښتل، چې د افغان سولې پروسه کې خپل رسالت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې درېدل او په افغانستان کې د روان خونړي وضعیت ختمېدل د هر افغان هیله ده نو حکومت دې د اوربند یا نورو مسایلو په پلمه د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي.نوموړي پر امریکا او افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي او دلته دې د افغان وژنې روانه لړۍ ختمه کړ

Tags

ورته مطالب

Back to top button