افغانستانخبرونهسلايډ

کرزی:که طالبان غواړي چې امریکا له افغانستانه ووځي، د سولې بهیر سره دې یوځای شي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که د طالبانو موخه له افغانستان څخه د امریکا وتل وي، باید د سولې بهیر سره یو ځای شي. کرزي دغه څرګندونې له آلمانۍ ټلویزیوني شبکې، دویچوله سره په مرکه کې کړې دي. کرزي په خپلو خبرو کې په طالبانو غږ وکړ، چې طالبان باید خپل وطن ته راشي او دسولې له پروسې سره د یوځای شي،او خپل ځانونه د استثمار له منګولو خلاص کړي. پخواني ولسمشر، حامد کرزي ویلي، چې طالبان د همدې خاورې بچیان او همدلته زېږېدلي، او پر طالبانو یې غږ کړی، که موخه یې له افغانستانه د امریکا وتل وي، نو د سولې له بهیر سره دې یوځای شي.

حامد کرزي ویلي، چې له افغانستانه د امریکا وتل، د سولې او خبرو اترو له لارې کېږي. کرزي د خپل حکومت په وخت کې هم له طالبانو غوښتي وه، چې د سولې بهیر سره یوځای شي. هغه له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په باب ویلي، چې افغانستان کې د جهاد تر بریالي کېدو وروسته اسلام اباد هېڅکله د کابل پر وړاندې سمه پالیسي غوره نه کړه.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button