افغانستانسلايډ

کرزي افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته په ورکړل شوي واک نيوکې کړې

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ته د طالبانو ضد جگړه کې د امريکا له لوري په وړل شوي واک نيوکې کړې دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته واک ورکړ، چې د طالبانو پر ضد جگړه کې له هر ډول جنگي حربې او وسلې کار واخلي، دې سره سم بهرنيو پوځيانو افغانستان کې خپل هوايي بريدونه او په ځانگړي ډول ډرون هغه ډېر کړل او په لږه موده کې يې سلگونه دا ډول بريدونه وکړل.

ښاغلي کرزي رويټرز خبري اژانس سره مرکه کې ويلي: «د امريکا ولسمشر څه ډول افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د مستقلو عملياتو کولو اجازه ورکوي؟ ايا موږ دولت نه لرو؟ موږ يو مستقل هېواد نه يو؟».

کرزي زياته کړه، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په خلاص لاس کار له بل هر څه ډېر د افغانستان حاکميت تر سوال لاندې راولي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د امريکا د دې پرېکړې تود هرکلی کړی و او دا يې د خپلو مخالفينو په له منځه وړو کې اغېزمن بللی و.

پخواني ولسمشر کرزي په دې مرکه کې د امريکایي ځواکونو له لوري په شپنيو عملیاتو هم سخته نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې دغه عمليات د سلگونو بې گناه افغانانو د وژنې سبب دی.

د ملي يووالي حکومت له پيل وړاندې حامد کرزي هېواد کې د امريکا د شپنيو عملیاتو د کمولو هڅې وکړې، خو د ولسمشر غني له راتگ سره سم نوموړي بېرته له امريکايي پوځيانو وغوښتل، چې په هوايي بريدونو او عملياتو د افغان امنيتي ځواکونو مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او واشنگټن تر منځ شوي امنيتي تړون کې ويل شوي، چې بهرني ځواکونه به له دې وروسته په هيڅ جگړه‌ييز ماموريت کې ونډه نه اخلي.

ښاغلی کرزی د افغانستان جنگ د نورو هېوادونو جگړه بولي، چې قربانيان يې افغانان دي. نوموړي څو ځل پر امريکا له دې امله نيوکه کړې، چې د ترهگرۍ د اصلي ځالو د ختمولو پر ځای د افغانستان پر خاوره جگړه کوي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button