افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

کراچۍ: پاکستاني رسنۍ د افغان څارگرې ادارې د جاسوسانو نیولو خبر ورکوي

پاکستانۍ رسنيو نن سهار راپور ورکړی، چې د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د رینجر پولیسو د عملیاتو په پایله کې د افغانستان د څارگرې ادارې، ملي امنیت ریاست څلور تنه جاسوسان یې نیولي.

پاکستاني رسنۍ دا ادعا هم کوي، چې د دغو افغانانو اړیکه د هند له څارگرې ادارې، «را» سره هم «ثابته شوې».

له کراچۍ څخه پاکستانی خبریال، بابر سلیم د نیول شوو شکمنو کسانو نومونه «امان الله، عزیز، حکمت الله او عبدالغفار» یاد کړي. د ده په وینا له شکمنو نیول شوو افغانانو څخه د ورانکارۍ او جاسوسۍ په اړه پوښتنې گروېږنې روانې دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت به د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په دې اړه خبرې وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button