افغانستانسلايډ

کاپيسا: امنيتي ځواکونه د ښوونځيو تر څنگ پوستې جوړوي

د کاپيسا د ښوونې او روزنې رييس پر امنيتي ځواکونو غږ کړی، چې له دې وروسته دې د ښوونځيو تر څنگ پوستې نه جوړوي او هغوی دا حق نه لري.

د کاپيسا د ښوونې او روزنې رييس محمد نسيم ساپی وايي، د دې ولايت ځينې ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې نا امنه دي او امنيتي ځواکونه ډېری وختونه ښوونځيو ته نږدې پوستې جوړوي.

نوموی زياتوي، چې له دې وړاندې د جگړو پر مهال گڼو سيمو کې امنيتي ځواکونو له ښوونځيو د سنگرونو په توگه کار اخيستی، چې دا کار د ښوونکو او زده کوونکو د مرگ ژوبلې لامل شوی دی.

د ساپي په وينا دغه موضوع يې بيا بيا د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې ده او اوسمهال کورنيو چارو وزارت په تفاهم د دې کار مخنيوی روان دی.

د کاپيسان د پوهنې رييس وايي: «دا مهال ټول ولايت کې درې سوه څلور اويا تعليمې ادارې پرانستې دي، چې د پنځوس زرو نجونو په شمول يو سل اويا زره تنه زده کوونکي په کې په زده‌کړه بوخت دي».

له کاپيسا وړاندې له وردگ، لوگر هلمند او نورو ولايتونو هم ورته خبرونه ورکړل شوي وو. د دې ولايتونو خلکو او چارواکو رسنيو ته ويلي دي، چې دغه ستونزه له لکونو راهيسې روانه ده او حکومت يې د مخنيوي هيڅ هڅه نه کوي.

د روان کال په مارچ مياشت کې هم د ملگرو ملتونو يوه راپور څرگنده کړه، چې امنيتي ځواکونه په پراخه توگه د جگړو پر مهال له ښوونځيو گټه اخلي او دوی د وسله والو مخالفينو په پرتله درې واره ډېر په دې کار کې ککړ دي. دغه راپور څرگنده کړه چې امنيتي ځواکونو تېر کال د جگړې پر مهال په ډېرو مواردو کې د ښوونځو شا ته خپلې وسلې او مهمات لېږدولي دي او بيا يې له دې ښوونځيو د سنگرونو په توگه کار اخيستی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button