سيمه او نړۍ

کاناډا کې پر ښوونځي بريد کې څلور تنه وژل شوي

د کاناډا لويديځ سيسکيچوان ولايت پر يو ښوونځي بريد کې څلور تنه وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.

د سيسکيچوان يوليس وايي، چې بريدگر د ښوونځي له مخې نيولی دی.

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د پېښې په اړه خپله خواشيني څرگنده کړې او دا يې د وژل شوو ماشومانو د کورنيو لپاره يو وحشي خوب ياد کړی دی.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د لسگونو ډزو او ماشومانو چيغې يې په خپلو غوږو واورېدې.

د سيمې امنيتي چارواکي وايي، چې بريدګر يې له وسلې سره نيولی، پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي او خلکو ته يې د ارام ژوند ډاډ ورکړی دی.

کاناډايي رسنۍ وايي، چې بريد  پر ځايي وخت د ماسپښين يوه بجه وشو او بريدگر له پېښې پنځه څلويښت ساعته وروسته ونيول شو.

په دې وروستيو کې کاناډا، امريکا او نورو لويديځو هېوادونو کې د ناڅرگندو بريدونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی او چارواکي تر اوسه د دغه ډول بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button