راپورونهسيمه او نړۍ

کاناډا کې د کلیسا ۳۶ راهبانو ۲۹ ماشومان جنسي پلوه ځورولي دي

د کاناډا د برتیش کولمبیا ایالت  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا د اسقف اعظم  دفتر د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کلیسا لخوا په ترسره شوو  څیړونو کې دا معلومه شوې ده چې  ۳۶ تنو راهبانو ۲۹ تنه ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي.

په کاناډا کې د لومړي ځل لپاره  د داسې فحش خبر  نه  پرده  د نوموړي هیواد  رسمي  تلویزیون  سي بي سي  پورته کړه. د سي بي سي تلویزیون  د پنځم  املاک  په نامه د خپرونې  په هیواد کې  په کلیساګانو کې د جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې  په اړه په پلټنو  پیل وکړ.

د یاد شوي  پروګرام  جوړونکو  یو څه موده مخکې  په ټول هیواد کې  د اسقف اعظم ۶۰ دفترونو نه  د ماشومانو په جنسي ځورونې  د تورنو راهبانو په اړه پوښتنه وکړه.

نوموړو  د هغه  راهبانو د شمیره په اړه چې پخوا  د جنسي ځورونې په تور  تورن شوي  وو په اړه معلوماتو غوښتنه وکړه.

ددې څیړونو  په ترڅ کې  تر اوسه پورې  یواځې  د برتیش کولمبیا  ایالت  د اسقف اعظم  دفتر  ددې پوښتنې  ځواب کړي دي. یاد شوي دفتر ویلي دي چې  ددوې لخوا په ترسره شوو تحقیقاتو کې  دا معلومه شوې وه چې  ۳۶ تنو راهبانو ۲۹ تنه ماشومان  د جنسي پلوه ځورولي دي.

همداشان د برتیش کولمبیا د ایالت  کلیسا د راهبانو لخوا د جنسي  ځورونې د قربانیانو نه  غوښتنه کړې ده چې که چیرې ژوندي وي  باید  ددوې سره مرسته وکړي  او دوې ته مراجعه وکړي.

د ویلو ده چې  د کاتولیکو مسیحیانو پاپ هم  تیر کال  ویلي وو چې  په واتیکان کې  د هغه راهبانو په اړه چې په جنسي  تیریو او ځورونې  تورن  دي  او اقامه د دعوا شوې ده د محاکمې بهیر يي ډیر  په کلاره  دی. هغه  وویل چې  پدې اړه  څه باندې  ۲۰۰۰ دعواګانې  ثبت شوي دي. هغه ویلي وو چې دا مسئله د کاتولیکو د نړۍ لپاره  په ناسور  بدله شوې ده . د ټولو لپاره د شرم نه ډګه  مسئله ده.

د ویلو ده چې  د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا راهبان  تر ټولو زیات په امریکا کې  په جنسي  ځورونو تورن دي.

په امریکا کې د ۱۹۵۰ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځه  څه باندې  ۴ زرو تنو راهبانو  په ۱۰ زره ۶۶۷ تنو ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي.

د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د کاتولیکو مسیحیانو  د کلیسا راهبانو په زرګونو تنو ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي.

کلیسا  تر ډیره  حده  پر دې ډول  پيښو  پرده  غوړولې ده  او حتا  ډیر  راهبان چې  پدې تورونو تورن  دي  له دندو نه هم  لرې شوي ندي.

ورته مطالب

Back to top button