افغانستانسلايډ

کارټر: د طالبانو پرمختگونه ښيي چې جگړه خونړۍ ده

د افغانستان حالات له پخوا ډېر ښه شوي او راتلونکي کې به هم امريکا د افغانستان په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د امريکا دفاع وزير اشتون کارټر تېره ورځ جلال اباد کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير، محمد معصوم ستانکزي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې د افغانستان امنيتي حالات د پخوا په پرتله ډېر ښه شوي او افغانستان د امريکا لپاره ډېر مهم هېواد دی.

کارټر وايي وايي: «تېر مارچ کې چې ولسمشر غني د امريکا د سفر پر مهال پنټاګون ته راغلی و، هلته يې ډېر څه وکړل.»

د امريکا دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پنټاګون ته د خپل سفر پر مهال افغانستان کې د امريکايي سرتېرو ستاينه کړې وه، چې تېرو څوارلسو کالو کې څومره ښځينه او نارينه امريکايي سرتيري په افغانستان کې وژل شوي وه، د هغوی ټولو مننه يې کړې وه او ويلي وه، چې دوی به هېڅکله د دغو سرتېرو قرباني هېره نه کړي.

کارټر وايي، چې د اشرف غني دا څرګندونې د امريکا لپاره ډېر څه لري او دوی به هم افغانستان يوازې پرې نږدي.
«په ټوله نړۍ افغانستان زموږ لپاره تر ټولو مهم هېواد دی.»

اشتون کارټر افغانانو ته په خپل پيغام کې وويل: «موږ تاسې سره يو، ستاسې تر څنګ ولاړ يو، د افغانستان او امريکا دا ستراتيژيکه دوستي به تل همداسې روانه وي.»
کارټر په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې طالبانو پاموړ پرمختګونه کړي او له دې څرګنديږي، چې جګړه خورا سخته او خونړۍ ده.

د تېر کال په پای کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو جګړه ييز ماموريت پای ته رسېدلی او ۲۰۱۶م تر پاپه ۸۹۰۰ او د ۲۰۱۷ تر پايه به ۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې پراته وي.

د کارټر په وينا دغه پوځيان به بګرام، کندهار، جلال اباد او نورو ستراتيژيکو سيمو کې پراته وي.

پينټاګون وايي، چې افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتيري به افغان امنيتي ځواکونه روزي او ترڅنګ به يې د اړتيا پر مهال په جګړو کې ګډون هم کوي.

د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې د منځني ختيځ او افغانستان په سفر را وتلی، چې وړمه ورځ وال سټريټ ژورنال او نيويارک ټايمز د غربي ډيپلوماتانو له قوله داسې راپورونه ورکړي وو، چې امريکايي او برتانوي سرتيري په هلمند او نورو سيمو کې د طالبانو پر ضد په پټه جګړې کوي.

د هلمند امنيتي چارواکو او د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم نيويارک ټايمز ته منلې وه، چې امريکايي ځمکني او هوايي ځواک د افغان سرتېرو په ملتيا د طالبانو پر ضد جګړې کوي.

حقوق پوهان وايي، چې هېواد کې د امريکايي سرتېرو جګړه ييز فعاليت او شپنيز عمليات د افغانستان د خپلواکۍ نقض دی.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال د بګرام او نورو زندانونو کې د بنديانو د دوسيو څېړلو کميسيون مشر عبدالشکور دادرس وايي، چې امريکا افغانستان کې هر کار د خپلو ګټو لپاره کوي، دا کار يې د افغانستان د خپلواکۍ نقض او د افغانستان او امريکا تر منځ له شوي امنيتي تړونه مخالفت دی.

دادرس وايي: «پاکستان له تېرو څو کالو پر افغانستان توغنديز بريدونه کوي، امريکا د دغو توغنديو په ځواب کې هېڅ نه کوي او دلته يې چې ګټې په جګړه کې دي، د هېواد په ګڼو سيمو کې اوس هم جګړې او شپنيز عمليات کوي.»

کارپوهان وايي، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې په يوه اوږده جګړه کې ښکېل دي، په تېر يو کال کې، چې بهرنيو ځواګونو کومې سيمې پرېښي، ډېری يې طالبانو نيولي دي او اوس امريکا يو ځل بيا سويلي او ختيځو ولايتونو کې د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد جګړې پيل کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button