افغانستانسلايډ

کابل کې سبا د افغانستان او پاکستان د نظامي کميسيون غونډه ده

کابل سبا د افغانستان او پاکستان د نظامي کميسيون د غونډې کوربه دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني رسنيو ته ويلي، چې سبا به د پاکستان يو نظامي پلاوی دغه غونډه کې د گډون لپاره کابل ته راشي.

نوموړي زياته کړې ده، چې دغه ډول غونډې له تېرو څو کلو راهيسې روانې دي او په همدې لړۍ کې به راتلونکې غونډه وشي.

د هغه په وینا دې غونډه کې به د پاکستاني پلاوي سربېره د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د اوپراسيون رييسان هم گډون وکړي.

غونډه کې به د گډو گواښونو، ترورېزم سره د مبارزې او ځينو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، په دې اړه لا له مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سر تاج عزيز تر منځ هوکړه شوې وه، چې په يوه ميکانېزم کار وکړي څو د دواړو هېوادونو سرحدي ستونزې اوارې کړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button