افغانستان

کابل کې د سرحدي مديريت په اړه درې اړخيزه غونډه جوړيږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې کابل، اسلام اباد او د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت چارواکي به راتلونکې سه شنبه په کابل کې د سرحدي ماموريت په اړه خبرې وکړي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته وويل، چې په دغه غونډه کې به پاکستان سره د حدي مسايلو او ستونزو په اړه خبرې اترې وشي.

د دفاع وزارت وياند زياته کړه، چې په دې غونډه کې د کرښې دواړو غاړو ته د پېښو شوو ستونزو او بې باوريو بحث وشي.

نوموړي د غونډې د جزئياتو په اړه څه ونه ويل.

د بهرنيو چارو وزارت هم د دې پخلی کړی، چې راتلونکې سه شنبه به کابل د درې اړخيزې ناستې کوربه وي.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا درې اړخيزې ناستې له تېرو دوو کالو راهيسې په کابل يا اسلام اباد کې جوړيږي او ډېری موضوع يې په سرحدي چارو بحث وي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button