خبرونهسلايډ

کابل کې د تیلو په مارکیت کې اور لگېدلی

راپورونه وایي چې د کابل لویدیځ ته د حیدر خان کلا په سیمې کې د تیلو په مارکیت کې اورلگېدلی دی. دا په داسې حال کې دی چې له دې پېښې مخکې د کابل په قوای مرکز سیمه کې د لرگو په مارکیت کې د اورلگېدنې له امله شاوخوا له ۸ څخه تر ۱۰ ملیونه ډالرو پورې سوداگرو ته زیان اوښتی دی او تر هغې وړاندې د میرویس میدان په سیمه کې د ځدران په مارکیت کې اور لگېدلی وو چې له امله یې سوداگرو ته ۱۴ ملیونه ډالره زیان اوښتی وو.

د حیدر خان د کلا اوسنۍ اورلگېدنی لامل تر دې دمه نه دی ښکاره شوی خو ویل کېږي چې اور تر کنترول لاندې نه دی راغلی او شونې ده چې دا تر ډېره پورې دوام وکړي ځکه د کابل له ښاروالۍ سره پرمختللي وسایل نه شته دي.

په کابل کې د تېرو دوو اور لگېدنو د لامل ښکاره کولو لپاره لا هم څېړنې روانې دي، پرون اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د اورلگېدنې مهم لامل د سوداگرو له لوري د احتیاط نه شتون دی او د دواړو پېښو په تړاو به معلومات له رسنیو سره شریک شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button