افغانستانسلايډ

کابل: ځانمرگي بريد څوارلس نيپاليان وژلي، ګڼ نور ټپيان

د کابل پوليس څرگندوي، چې پر پلچرخي سړک د يوه ځانمرگي بريد له امله لږ تر لږه څوارلس تنه وژل شوي او درويشت نور ټپيان دي، په ټپيانو کې څلور تنه افغانان هم دي. پوليس زياتوي، چې بريد د يوې بهرنې ادارې د کار کوونکو پر موټر شوی، خو دا يې نه دي ويلي، چې کومه اداره ده.

د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې د پېښې ډېری وژل شوي او ټپيان د نيپال تبعه دي.

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د يوه بهرني شرکت کاسټر موټر په کې په نښه شوی دی.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او پر خپله فېسبوک پاڼه يې څرگنده کړې ده، چې نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند بنايي سيمه کې يې د بهرنيانو د ساتونکو پر موټر بريد کړی، چې لسگونه کسان په کې مړه او ژوبل دي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button