افغانستان

کابل: پوليسو خپل افسر وژلی دی

د کابل پوليسو تېره شپه خپل يو افسر په ډزو وژلی دی. پېښه د کابل ښار په سپين کلي کې رامنځته شوې ده.

وژل شوی افسر د ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند وو، چې تېره شپه د پوليسو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د کابل د پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې امر جمعه ګل همدرد د پېښې پخلی کړی خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د وژل شوي افسر د کورنۍ غړي وايي، عين الله خان د حوزې د پوليسو له لوري وژل شوی دی. هغوی له اړوند چارواکو غوښتنه کړې، چې د عين الله وژونکو ته له قانون سره سم سزا ورکړي.

د پېښې لامل تر دې دمه نه دی معلوم، نه هم د پنځمې امنيتي حوزې پوليسو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button