افغانستانخبرونهسلايډ

کابل: پر لاریون کونکو ځانمرګی برید شوی

شیبې وړاندې په کابل کې د رڼا غورځنګ (جنبش روشنايي) لاریون کونکو په منځ کې ځانمرګی برید شوی.
چاودنه د لاریون کونکو په مرکز دهمزنګ کې شوې چېرته چې د لاریون کونکو ګڼه ګوڼه ډیره وه.
د پېښې عیني شاهدانو اریانا نیوز ته ویلي چې چاودنه درنه وه ښایي ډيرو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي.
په چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، د چاودنې قربانیان ملکي وګړي دي.
همدا شېبه د کورنیو چارو وزارت تاید کړه چې ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ کسان ټپیان دي.
د نورو جزیاتو لپاره ځلاند څارئ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button