خبرونه

کابل: پر طلوع د برید په تور اته کسه نیول شوي

د افغانستان ملي امنیت ادارې ادعا کړې چې د طلوع تلویزیون پر کارکونکو یې د برید په تور اته کسه نیولي.
تیره چهارشنبه د سلواغۍ په ۳۰مه د کابل پر دارالامان واټ د طلوع تلویزوین د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید ترسره شو.
د برید مسوولیت وسله‌والو طالبانو پر غاړه واخیست. طالبانو د کندوز جګړې پر مهال طلوع او یک ټلویزیونونه د خپلو «مشروعو اهدافو» په نوملړ کې شامل کړل.
ملي امنیت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې اته کسه یې په دې تور نن د کابل په باګرامۍ ولسوالۍ کې نیولي. ملي امنیت ادعا کوي چې دغو کسانو د چهارشنبه ورځې برید کې لاس درلود.
وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button