افغانستان

کابل: نامعلومو وسله والو د اردو دوه افسران وژلي

نامعلومو وسله والو تېره شپه د کابل غرب لور ته په يوه هوټل کې د ملي اردو پر دوه افسرانو ډزې کړي او دواړه يې وژلي دي. بريدگر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوی دی.

پېښه پرون ماښام پنځه نيمې بجې رامنځته شوې ده، د پارلمان يوه وکيل عارف رحماني پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، ډزې د کابل غرب لور ته د دشت برچي سيمې پر مزاري سړک د چای څښلو په يوه ځای کې شوې دي. ښاغلی رحماني وايي، د وژل شويو افسرانو جسدونه د څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي.

د کابل پوليسو لا په رسمي ډول د پېښې پخلی نه دی کړی.

په پېښه کې د وژل شويو افسرانو په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي، خو ويل کېږي، امنيتي مامورينو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې ده، چې کابل کې تېره ورځ د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر له امله ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو.

د پېښې پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button