افغانستانسلايډ

کابل: مکروریانو سیمه کې چاودنه شوې

د کورنیو چارو وزارت د دې خبرې پخلی کړی چې د ملي اردو په موټر پورې نښلول شوی بم د مکروریانو په سیمه کې چاودنه کړې چې له امله د ملي اردو درې سرتيري ټپیان شوي دي.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د نښلول شوو یا چسپکي بمونو پېښې په کابل کې ډېرې شوي دي. تېره اوونۍ د کابل په بگرامیو سیمه کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی وو او گڼ نور ټپیان شوي وو.
دېته ورته دوه اوونۍ دمخه د کابل په میرویس میدان سیمه کې د ولسي جرگې د پېژنتون د څانگې د مشر په موټر هم ورته چاودنه شوې وه چې له امله د ولسي جرگې دغه مامور خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button