افغانستان

کابل: منډيي کې اور ګڼ مارکېټونه سوځولي

د کابل د دويمې حوزې د منډيي په يوه مارکېټ کې نن اور لګېدلی، چې وروسته نورو مارکېټونو ته خپور شوی دی.

اور د زرداد په نامه يوه سرای کې لګېدلی دی، او وروسته له هغې يې زور يې واخيست، چې د حبيب الله په نوم يوه بل مارکېټ ته هم خپور شو.

د اور وژنې عمله د پېښې ځای کې د اور وژلو هڅه کوي، خو امنيتي چارواکو لا په رسمي توګه د اور په اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې اور تر دې دمه د بوټونو لسګونه دوکانونه سوځولي دي او لا هم ښه په زور کې دی.

نږدې دوه کاله وړاندې هم په ياده سيمه کې يو ستر اور لګېدلی و، چې ګڼ شمېر سوداګريز مارکېټونه يې زيانمن کړي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button