افغانستانسلايډ

کابل: له چاودنې وروسته ډله ييز بريد روان دی

شېبه وړاندې د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمنيو سيمې پر نهم سړک د بهرنيانو پر يوه رسټورانټ درنده چاودنه شوې ده. د کابل پوليسو د چاودنې پخلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې چاودنه د فرانسويانو پر يوه رسټورانټ «لوجارډن» شوی دی. گڼ بهرنيان دغه رسټورانټ ته تگ راتگ لري.

وسله والو له چاودنې وروسته سيمه کې ډله ييز بريد پيل کړی دی، چې تر دې دمه په کې د گڼو کسانو د مرگ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی، خو کره شمېره يې لا مالومه نه ده.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او رسنيو ته په استولي ايميل کې يې ويلي دي، چې چاودنه او بريد کې يې تر اوسه لسگونو بهرني اتباعو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

خو بل لور ته د کابل پوليسو ويلي چې د چاودنې پر مهال هيڅ بهرنی تن رسټورانټ کې نه و او يوازې محدود شمېر کسان ژوبل دي.

دا بريد په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر غني يوه ورځ وړاندې د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د سولې د خبرو د بيا پيل لپاره د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين د استازو له گډې ناستې خبر ورکړی دی.

د بريد نور جزئيات به وروسته پر ليکه شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button