افغانستان

کابل: له چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي

شېبه وړاندې د کابل زړه کې د يوې درندې چاودنې غږ اورېدل شوی، له چاودنې وروسته سمدستي ډزې پيل شوې دي، داسې ښکاري؛ کوم ډله‌ييز بريد وي.

دا چاودنه او ډزې په داسې حال کې کېږي، چې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې کابل کې يې پوليسو ته د ټينگو امنيتي تدابيرو نيولو امر کړی.

د بريد د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نه شته، نه يې هم پړه چا پر غاړه اخيستې ده، خو وسله والو طالبانو په تېرو لږو ورځو کې په بهرنيو او دولتي ودانيو گڼ بريدونه تر سره کړي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button