افغانستانسلايډ

کابل له اسلام اباده افغانستان ته د داعش د ورتگ د مخنيوي غوښتنه کړې

کابل له اسلام اباده غوښتي، چې له خپلې خاورې دې افغانستان ته د داعش جگړه مارو د ورتگ مخه ونيسي.

د افغانستان دفاع وزارت پرون کابل کې د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخيزه غونډه کې دا غوښتنه کړې ده.

د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د وزارت د اوپراسیون رييس تورن جنرال محمد حبيب حصاري په دې غونډه کې له خپل پاکستاني سياله غوښتي، چې پاکستانی پوځ دې د افغانستان خاورې ته د داعش جگړه مارو د ورننوتو مخه ونيسي.
نوموړي داعش دواړو هېوادونو ته گډ گواښ وباله چې په وينا يې بايد په گډه يې مخه ونيسي.

دفاع وزارت په داسې حال کې دا غوښتنه کوي، چې ځينې سياستوال او ولسي خلک په خپله افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې افغانستان کې د داعش په ملاتړ تورنوي او وايي، چې د پيسو او وسلو ورکولو سربېره ورته د سيمو نيولو زمينه برابروي. سياسي شنونکي دا هم وايي، چې امريکا افغانستان کې د داعش له کمزوري شتونه په رواني جنگ کې گټه اخلي او خلک په وېره کې اچوي.

کابل کې پرونۍ درې اړخيزه غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سرحدي ستونزو هم خبرې شوې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button