افغانستان

کابل د پاکستان سفير احضار کړی

څو ورځې وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د هرات پخوانی والي فضل الله وحيدي اختطاف شو، چې تر ننه يې په اړه معلومات نه شته. پاکستاني چارواکو له لومړۍ ورځې د پېښې په اړه د پلټنې ژمنه کړې ده، خو تر اوسه په کې د پرمختگ کوم څرک نه دی لگېدلی. ښاغلی وحيدي له هرات وړاندې د کنړ والي هم پاتې شوی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې اړوند د پاکستان سفير احضار کړی. د دې وزارت خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: «د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست او سياسي سلاکار حکمت خليل کرزي نن د پاکستان سفير ابرار حسين ورغوښتی او د ښاغلي وحيدي د اختطاف په اړه يې خپله جدي اندېښنه ښودلې ده».

له خبرپاڼې سره سم: «دې ته په کتو چې ښاغلی وحيدي د افغانستان يو مهم شخصيت دی او د پاکستان په پلازمېنه او امن سیمه کې اختطاف شوی دی، کابل له پاکستانه غواړي، چې د ټولو وسايلو او امکاناتو په کار اچولو د ښاغلي وحيدي تښتوونکي معلوم کړي.

خبرپاڼې نه دي ليکلي، چې د پاکستان سفير د بهرنيو چارو د څرگندونو په ځواب کې څه ويلي، خو پاکستان مخکې د پېښې په اړه د پلټنو ژمنه کړې ده.

د فضل الله وحيدي کورنۍ وايي، نوموړی اسلام اباد ته د برتانيا د ويزې ترلاسه کولو لپاره تللی و، چې د جمعې په ورځ مازديگر مهال وتښتول شوی او لا هم ورک دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button