افغانستانسلايډ

کابل: د ولسي جرگې د بشري سرچينو رييس وژل شوی

کابل کې پرون د يوې چاودنې په ترڅ کې د ولسي جرگې د بشري سرچينو رييس خليل الله اوريا له يو بل تن سره وژل شوی دی.
چاودنه کوټه سنگي سيمه کې هوايي پل سره نږدې رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې چاودنه کې د ولسي جرگې يو کار کوونکی وژل شوی دی.

خو يوې بلي امنيتي سرچينې پژواک سره خبرو کې ويلي، چې چاودنه د مقناطيسي بم په وسيله رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې د ولسي جرگې د بشري سرچينو رييس خليل الله اوريا له يوه بل تن سره وژل شوی دی. چاودنه کې درې تنه نور ټپيان هم دي.

د سيمې خلک وايي، چاودنه په داسې حال کې وشوه چې سيمه کې د خلکو ستره گڼه گوڼه جوړه وه.

پوليسو له پېښې وروسته سيمه محاصره کړې وه. د پېښې پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخيستې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button